IQNA

د مونږ مقاومت د قدس تر آزادۍ او نهائي کامیابۍ پورې دوام ومومي

10:18 - March 29, 2025
د خبر لمبر: 3490880
ایکنا – د  شهید سید حسن نصر الله لور میرمن زینب نصر الله په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د قدس شریف آزادي هغه لوي هدف دی چې هیڅکله به ورڅخه لاس په سر نه شو او د مونږ مقاومت به  چې په خداوندمتعال باندې دایمان په اساس  دی ، د لالویو بریالیتوبونو په  لور پرمخ  لاړشي.

ایکنانیوز  له قم څخه راپور راکوي،د شهید حسن نصرالله لور زینب نصر الله  د مقاومت د شهیدانو د درنښت او یاددښت په دستورو کې چې د جمعې په شپه د قم د امام خمیني د څیړنیزې تعلیمي موسیسې په همت سره ترسره شوي، ددې خبرې په کولو سره چې د مستکبرانو او استعمار ګرو په مقابل کې د مقاومت جبهه او مقاومت د امام الزمان(عج) د ظهور  زمینه او مقدمه ده ، ووئيل؛ باید د اسلامی ارزښتونو ددفاع په لړ کې استقامت وشي چې دا چاره د الهي وعدې دتحقق او د امام الزمان  دظهور دپوره کیدا زمنیه جوړونکې ده.

د شهید حسن نصر الله لور ددې خبرې په کولو سره چې باید په خداوندمتعال د مونږ ایمان واقعي وي،چې په داسې بڼه کې باید ځانونه د هرډول قرباني او سرښیندنې لپاره تیار کړو ووئيل،د قدس شریف آزادول هغه لویه موخه ده چې ورڅخه به هیڅکله هم لاس په سر نه شو او د مونږ مقاومت په خدای تعالی باندې د ایمان په اساس دی او د لا یویو کامیابیو په  لور به پرمخ لاړ شي.

میرمن زینب نصرالله ووئیل،اوس مونږ ټول تیار یوو،څو د مقاومت په لاره کې شهیدان وړاندې کړو او دغه لاره به د صهیونیسټ وحشي رژيم له منګولو د قدس شریف تر ژغورلو او بریالیتوب پورې دوام ومومي.هغې ددې خبرې په کولو سره چې د لبنان حزب الله هیڅکله هم شاتګ نه کوي ،ووئيل؛اوس نړۍ د لبنان ولس یو مقاومت کونکی ملت بيژني او دوست او دښمن دې پوهه شي،سره د ډيرو زیاتو مصیبتونو او سختیانو،دغه لاره  نه تم کیدونکي ده.

https://qom.iqna.ir/fa/news/4273978

captcha